ننګرهار کې د راستنېدونکو لپاره په ۱۸ زره جریبه ځمکه نوی استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره په شاوخوا ۱۸ زره جريبه ځمکه نوی استوګنيز ښارګوټی پرانیستل شو او ورسره د استوګنې د نمرو وېش بهير هم پيل شوی دی.

د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند او د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيب الله حيات وويل، چې ټولو مستحقو راستنو شويو کورنيو ته به نمرې په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شي او تخنيکي ټيمونو ته سپارښتنه شوې، څو په ښارګوټو کې د ژوند بنسټيزې اسانتياوې برابرې کړي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال د ننګرهار په خانکي، چمتلې او روداتو ښارګوټو کې د نمرو وېش روان دی او د اړتيا په صورت کې به نور ښارګوټي هم جوړ شي.

Related Articles

Back to top button