لوګر کې د «اندیشه‌های سیاسی استاد سید رسول» کتاب مخکتنه وشوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

لوګر کې د «اندیشه‌های سیاسی استاد سید رسول» کتاب د مخکتنې فرهنګي غونډه د علمي، فرهنګي او ادبي شخصیتونو، د استاد د کورنۍ غړو او فرهنګپالو په ګډون ترسره شوه. ګډونوالو دا غونډه د استاد سید رسول د علمي، سیاسي او فرهنګي خدمتونو د درناوي او د هغه د فکري میراث د ژوندي ساتلو لپاره مهمه وبلله. د لوګر پوهنتون استاد ډاکټر شفیق الله شفقت او د معادن او پټرولیم وزارت سلاکار استاد حامد یعقوبي د استاد د ژوند، علمي شخصیت او سیاسي افکارو په اړه خبرې وکړې.

د دبستان فرهنګي مرکز بنسټ اېښودونکي لطف الله خیرخوا وویل، استاد سید رسول د پراخې مطالعې، ژور تاریخي بصیرت او دقیق تحلیل خاوند و او آثار یې د افغانستان د معاصر تاریخ د څېړونکو لپاره ارزښتمنې سرچینې ګڼل کېږي. د استاد د کورنۍ په استازیتوب حاجي شاو ولي هم د کتاب د چاپ او مخکتنې له ټولو همکارانو او ګډونوالو مننه وکړه او د استاد د علمي میراث پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

ویناوالو وویل، استاد سید رسول په هند کې د تاریخ په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې، د «طلوع افغان» خپرونې او د افغان محصلانو اتحادیې بنسټ یې اېښی و او د شوروي یرغل پر ضد یې د جهاد په ډګر کې هم فعاله ونډه لرله. د غونډې پر مهال یادونه وشوه چې نوموړي شاوخوا ۴۰ علمي او تاریخي کتابونه لیکلي او د «سوابق تاریخی تهاجم شوروی بر افغانستان» کتاب یې هم دري ژبې ته ژباړلی دی. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د استاد سید رسول علمي او فکري میراث باید خوندي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button