چې درنه پرې د دې خلکو شکرانه ده
ښامارانو ته يې پاتې خزانه ده
څوک قحطۍ وژلي، څوک وړي سېلاب دي
ته وا بد نظر وهلې زمانه ده
چې موسکا د یار له شونډو کډه کړې
په موږ شوې د هرمز تنګي کانه ده
ځان پرې سوځي، مګر يار له اوره باسي
د دې خلکو داسې سوې يارانه ده
د غزل وږمې شي ټولې رانه ورکې
خياله تا چې کله کړې بهانه ده
عدل سخت دی دوه او دریو کې انسه!
زندګي د یوې ښځې درمیانه ده


















