شاعر: عبدالرؤف حکمت
غږ دې د نازکې حنجرې نه راځي، چېرته یې
زړونو کې مو مستې ولولې نه راځي، چېرته یې
وا ددې اُمت د بیدارۍ چغې را وګرځه!
بې له تا په جوش دا قافلې نه راځي، چېرته یې
راشه کنډواله وطن دې بیا د امن سا اخلي
بند په تونلونو کې غازیان تازه هوا اخلي
غږ د بریالي انجام د تا په ژبه خوند کاوو
هر سړي ته یاد یې هر سړی نامه د ستا اخلي
ستا د بریالي لښکر ارمان انجام ته ورسېد
تېر له کړاوونو شو خو خپل مرام ته ورسېد
تاسې چې د تن په وینو کړی وو اودس ورته
ها د قربانۍ لمونځ مو وروستي سلام ته ورسېد
غږ کړه چې ویدې پرګنې بېرته را بیداري شي
ورک مو چې شکونه شي شبهې ټولي هواري شي
ستا د ډکو سترګو د دیدن تندي نیولي یو
راشه چې مو جوړي ستا په دید سترګې بیماري شي
وا د عبیده پلاره ژوندی یې که دمه شولې؟
سا د ژوندون اخلې که په خارو کې مېلمه شولې؟
تا هم د سنوار په څېر په زړه زخمونه وخوړل؟
دلته یې که لاړې ګاوندی د هنیــه شولې؟


















