دکتور لطف الله خیرخوا
چرته که اورونو کې د حق د ګټې زباد وشو
بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو
غوښې د دښمن رانه هوا کې کباب وغواړئ
سم که د سرشارو په سرونو اعتماد وشو
ګڼه د زلميو به حساب کتاب کې را نشي
نن که ثبتِ نام د اتلواله استشهاد وشو
زېري به لاهور کې د ابدال د فتحو ځي راځي
ځوښ که د جذبو په تاتره او په شمشاد وشو
څنګه به شي دا د خټو ګټو سومنات په کې؟
بريد که په دښمن د غزنوي امير په ياد وشو
مونږه د لاسونو نه هغو ورته تړلي يو
چا نه چې په تېرو جهادونو کې فساد وشو
هېڅ وخت به خيرخوا مسلمانان متخلف نه شي
لږ چې فقاهت په بصيرت او اجتهاد وشو

















