غزه کې د صهیونیستي بریدونو له امله د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی،چې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي رژیم د تازه هوايي بریدونو له امله د یوې فلسطینۍ کورنۍ درې غړي شهیدان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې د یادې کورنۍ یو درې کلن ماشوم هم ټپي شوی او روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.
د فلسطیني روغتیايي سرچینو په وینا، پر غزې د اسرائیلي بریدونو له دوام سره د ملکي وګړو مرګژوبله هم مخ په زیاتېدو ده.
د یادونې وړ ده چې پر غزې تړانګې د جګړې له پیل راهیسې لسګونه زره فلسطینیان شهیدان شوي او ټپیان شوي، چې د هغوی په منځ کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان دي.



