د پاکستان له زندانونو ۱۴۱۶ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۴۱۶ تنه افغان کډوال خوشې شوي او بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي. د وزارت په وینا، یاد کسان په ډلهییز او انفرادي ډول د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې له راخوشې شویو کډوالو څخه ۱۰۸۳ تنه د تورخم او ۳۳۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي. د کډوالو وزارت ویلي، دغو راستنېدونکو ته له لومړنیو مرستو او اسانتیاوو برابرولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته د تګ زمینه برابره شوې ده.



