پر ایران د امریکا بریدونه؛ د شهیدانو شمېر ۳۳ تنو ته ورسېد

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت په حوله راپور ورکړی چې د ایران پر بېلابېلو سیمو د امریکا د وروستیو بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۳۳ تنو ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان شوي او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ایراني سرچینو په وینا، د بریدونو له دوام سره د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو اندېښنې هم شته او د ژغورنې ډلې لا هم د پېښو په سیمو کې د لټون او مرستې چارې پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په سیمه کې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شوی او د نوو بریدونو د احتمال په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button