د افغانستان او ازبکستان د مرکزي بانکونو ترمنځ د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵، زمری، ۱۴۰۵ ل)

د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په کابل کې د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال ابرار میرزا اولیموف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پیاوړتیا، سوداګریزو راکړو ورکړو، بانکي تعاملاتو د ښه تنظیم، تخنیکي همکاریو او د تجربو د شریکولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې صدیق الله خالد د افغانستان له لوري د مالي او بانکي همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره به له ازبکستان سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال ابرار میرزا اولیموف هم د بانکي اړیکو د پراختیا اهمیت یاد کړی او د متقابلو همکاریو د دوام ډاډ یې څرګند کړی دی.
دواړو لورو هیله څرګنده کړې، چې د دغو همکاریو له لارې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مالي او بانکي اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button