ایران: په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ زیانمنې او دوه مو توقیف کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي، چې په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ زیانمنې شوې او دوه نورې یې توقیف کړې دي.

د یاد ځواک په وینا، توقیف شوې بېړۍ له مخکېنیو خبرداریو سره سره په ناامنه او غیرقانوني مسیر کې روانې وې، له همدې امله پرې اقدام وشو.

سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې ځواکونه به یې په هرمز تنګي کې بشپړ کنټرول ته دوام ورکړي.

دغه ځواک همداراز په سیمه کې د امریکا د لاسوهنو او د بېړیو اړوند د واشنګټن د هغو امرونو پر دوام خبرداری ورکړی، چې د ایران په وینا، غیرقانوني دي.

مربوطه مطالب

Back to top button