د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وایي، د افغانستان او ازبکستان د سوداګریز تواصل فورم پر مهال په مزارشریف کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د مسؤلینو په وینا، دغه تړونونه د کرنې، صنعت، ساختماني چارو، برېښنا او خوراکي توکو په برخو کې د ۱۳۰ ازبکستاني سوداګرو او پانګوالو، سیمه‌ییزو چارواکو او د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې لاسلیک شول.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دغو هوکړو موخه د سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې زیاتوالی او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.

مربوطه مطالب

Back to top button