عمران خان: عاصم منیر د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو بې‌رحمه دیکتاتور دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ دزمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د یاد هېواد د تر ټولو ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف” زنداني مشر عمران خان” یوځل بیا د دغه هېواد د پوځ پر لوی درستیز “جنرال عاصم منیر” سختې نیوکې کړې دي.
عمران خان ویلي، چې عاصم منیر د پاکستان په تاریخ کې «تر ټولو بې‌رحمه دیکتاتور او رواني ناروغ» دی او ادعا یې کړې، چې نوموړی د خپل مقام د ساتلو لپاره هر ډول اقدام کولی شي.
خان زیاته کړې، چې عاصم منیر د خپلې دندې پر مهال بې‌سارې ظلمونه ترسره کړي او د هغه په وینا، نوموړی له اخلاقي ارزښتونو او د اسلام له مفاهیمو درک نه لري.
تر اوسه د پاکستان پوځ او د جنرال عاصم منیر دفتر د عمران خان د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button