د پاکستاني پوځ د وحشتونو دوام؛ آزاد کشمېر کې پر حکومت مخالفو لاریون کوونکو د ډزو پېښه کې سلګونه کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې د پاکستان تر ولکې لاندې “آزاد کشمېر” کې د حکومت ضد لاریون پر مهال د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځ په لاریون کوونکو ناتاره ډزې کړي، چې په پایله کې یې د سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. ځینې سرچینې ادعا کوي چې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۲۰۰ کسانو او د ټپیانو شمېر زرګونو ته رسېږي، خو تر اوسه دغو شمېرو خپلواک تایید نه دی شوی.
د ویلو ده، چې د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو حکومت ننګولی، چې تر ټاکنو وړاندې یې کشمېري ولس سره درواغجنې وعدې کولې؛ خو د ټاکنو په ورځ یې هغه زرګونه لاریون کوونکي وځپل چې د تحریک انصاف او نورو مخالفو ګوندونو سره یې تړاو درلود او ټاکنو څخه یې پرېکون اعلان کړی و.
د ویلو ده، چې پاکستاني لوري تر اوسه د یادې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو کشمېر کې له تېرو څو اوونیو راهیسې حکومت ضد لاریونونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button