د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت نږدې ۱۴ میلیارده ډالرو ته ورسېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد صادرات هم ۰.۹ سلنه لوړ شوي او ارزښت یې یو میلیارد او ۷۲۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی. چارواکي وایي، د صادراتو د زیاتوالي ترڅنګ د سوداګرۍ بهیر هم د ودې په حال کې دی.

د راپور له مخې، د افغانستان ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې سره ترسره شوې ده. ایران د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه او هند د افغان صادراتو تر ټولو لوی بازار بلل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button