هلمند کې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هلمند سیند پر سر د دویم پل جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)

د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هلمند سیند پر سر د ۳۳۷ متره اوږد دویم مواصلاتي پل د جوړولو چارې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د چارواکو په وینا، دغه پل به د کندهار–هرات پر لویه لار ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه، د سوداګریز تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د سیمې اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي.
د دوی په خبره، د پل رغنیزې چارې به په ۳۰ میاشتو کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

مربوطه مطالب

Back to top button