تېره ورځ ۵۳۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، د تېرې سې شنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ټولټال ۵۳۶ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۷۰۲ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۲۹۳ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښت هم ورکړل شوی دی.
د کمېسیون د راپور له مخې، له ۴۰۳ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرستې شوې، روغتیايي او خوراکي خدمات ورته وړاندې شول او ۴۸۷ سیمکارتونه هم ووېشل شول.
همدارنګه راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو خدماتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button