د عراق اسلامي مقامت سازمان: د امریکا-سعودي ګډو بریدونو کې مو ۲۰ جنګیالي وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشد الشعبي” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا او سعودي عربستان د ګډو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ تنه جنګیالي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د حشد الشعبي په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د عراق په یو شمېر ولایتونو کې د دې ادارې پر رسمي مرکزونو ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې بریدونه د بغداد، واسط، نینوا، بصرې، کرکوک، کربلا او دیالې ولایتونو کې د حشد الشعبي پر مرکزونو شوي، چې له امله یې یو شمېر ودانیو، پوځي وسایطو او تجهیزاتو ته هم زیانونه اوښتي دي.
حشد الشعبي ویلي، چې ځانګړې کمېټې یې لا هم د پېښې د زیانونو د ارزونې او معلوماتو د کره کولو لپاره ساحوي څېړنې کوي او د وژل شویو او ټپیانو شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي د پلټنو له بشپړېدو وروسته بدلون ومومي.
دغه راز یادې ډلې خبرداری ورکړی، چې په سعودي او د عراق په ګډون به د منځني ختیځ هېوادونو کې امریکایي اهداف په نښه کړي او د “خپلو شهیدانو” غچ به واخلي.


