د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر زیاتوالي خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوي په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم پر زیاتولو، ګډو پانګونو او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.

د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او د خصوصي سکټورونو د اړیکو پراخول یې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button