د کویټ له لوري افغانستان او سوریې سره د ۵ میلیونه ډالرو بشري مرستې هوکړه ليک لاسليک شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کویټ پراختیايي صندوق او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ترمنځ د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دغو مرستو له ډلې ۲.۵ میلیونه ډالر افغانستان او ۲.۵ میلیونه نور سوریې ته ځانګړي شوي دي.

اوچا وایي، دغه بودجه به د افغانستان او سوریې د بشري مرستو صندوقونو له لارې ولګول شي، څو د زیانمنو خلکو بېړنۍ اړتیاوې پوره او حیاتي خدمتونه ورته برابر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button