ولسمشر پزشکیان: امریکا او اسرائیل غواړي خلیجي هېوادونه د ایران پر ضد ودروي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې امریکا او اسرائیل هڅه کوي د خلیج هېوادونه د ایران پر وړاندې ودروي، خو تهران هڅه کوي چې د دغه پلان د عملي کېدو مخه ونیسي.

پزشکیان ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید د اختلافاتو پر ځای ګډو ګټو او متقابل تفاهم ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې شیعه او سني مسلمانان ټول سره وروڼه دي او باید یو موټی پاتې شي.

د ایران ولسمشر ویلي، د اسلامي نړۍ ترمنځ یووالی د سیمې د ثبات لپاره مهم دی او باید د بهرنیو قدرتونو له لوري د مسلمانانو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅې شنډې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button