د لیبیا لوی مفتي: پر مسلمانانو لازمه ده چې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د یمن ملاتړ وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د لیبیا لوی مفتي “شیخ صادق الغریاني”ویلي، چې پر مسلمانانو لازمه ده چې د امریکا، اسرائیلو او سعودي عربستان پر وړاندې د یمن ملاتړ وکړي.
نوموړي د انصارالله د دریځونو ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې مسلمانان باید د یمن له خلکو سره خپل ملاتړ او پیوستون څرګند کړي.
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی او د سیمې وضعیت د امریکا او ایران ترمنځ د روانو شخړو له امله هم لا له وړاندې کړکیچن ده.

مربوطه مطالب

Back to top button