حزام الاسد: که پاکستان او ترکیه د سعودي په ملاتر جګړه کې ښکېل شي استانبول او اسلام‌اباد به هدف وګرځي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت د سیاسي دفتر مرستیال مشر “حزام الاسد” خبرداری ورکړی، که پاکستان یا ترکیه د سعودي عربستان په ملاتړ په جګړه کې ښکېل شي، نو یمني ځواکونه به د دواړو هېوادونو اړوند اهداف په نښه کړي.
حزام الاسد ویلي، که اسلام‌اباد او انقره د سعودي عربستان په څنګ کې جګړې ته داخل شي، نو «استانبول او اسلام‌اباد به زموږ د اهدافو په لست کې شامل شي.»
نوموړي همداراز ادعا کړې چې پاکستان د یمن له لارې د خپلې سوداګرۍ له امله نه شي کولای په دغه جګړه کې ښکېل شي.
د حزام الاسد دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې‌اړخیز دفاعي همکاریو په اړه بحثونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button