عبدالملک حوثي: زموږ غوښتنه له سعودي څخه د یرغل، محاصرې او اشغال پای ته رسول دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” ویلي، چې د
دوی قضیه له سعودي عربستان سره روښانه ده او غوښتنه یې دا ده چې پر یمن خپل یرغل، محاصره او د دغه هېواد اشغال پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي: «زموږ قضیه له سعودي سره دا ده چې له موږ څخه خپل شر او زیان لرې کړي او پر وړاندې مو له یرغل څخه لاس واخلي.»
هغه پوښتنه کړې چې ولې تل هڅه کېږي د مسلمانانو ترمنځ دوښمن ته لمن ووهل شي او یو موټی امت په ټوټو وویشل شي.
د انصارالله مشر ټینګار کړی چې د اسلامي مقدساتو لپاره اصلي او څرګند خطر «یهودي صهیونیستي دښمن» دی او باید په درواغجنو ادعاوو یمن دوښمن ونه بلل شي، ځکه یمن د امت په اصلي قضیه اقصی ننګ کړی او سترې قربانۍ یې ورکړې دې.



