پروان کې د ۶۵۶ کیلوګرامه لاجوردو او وسلو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د پروان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ۶۵۶ کیلوګرامه قیمتي لاجوردو د قاچاق هڅه شنډه کړې او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د پروان امنیه قوماندانۍ ویاند مسکین یار وايي، یاد کسان د چاریکار ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال ونیول شول، چې له بدخشان څخه د کابل پر لور روان وو.

د پروان امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، لاجورد، د ګلاک درې تومانچې او د جنسي پیاوړتیا شپږ کارټنه درمل په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو. امنیتي ځواکونو دغه توکي کشف او د قاچاق په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button