کنړ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په کرچیګل، شینګر او باټاش کلیو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د معلوماتو له مخې، په دغو شبکو کې پنځه کیلومتره پایپونه غځول شوي، د اوبو څلور زېرمې جوړې شوې او ۱۸۰ د اوبو نلونه نصب شوي دي.

د پروژو د چارو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او په بشپړېدو سره یې د یادو درېیو کلیو د ۱۸۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button