روبېو پر سعودي عربستان د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې؛ ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبېو د سعودي عربستان پر هوايي ډګر د حوثیانو برید غندلی او له دغې ډلې یې غوښتي، چې پر سعودي عربستان خپل بریدونه سمدستي ودروي. نوموړي ویلي، په دغه برید کې د یوه امریکايي وګړي په ګډون یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او واشنګټن د سعودي عربستان او خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.
روبېو دغه بریدونه د ملکي وګړو ژوند ته څرګند سپکاوی بللی او ټینګار یې کړی، چې دا ډول بریدونه باید سمدستي ودرول شي. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د سعودي عربستان د امنیت او خلکو په اړه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.



