صهیونیستي پوځیانو د سوریې د قنیطري پر یوه کلي یرغل کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه،۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیست رژیم پوځیانو د سوریې د قنیطرې ولایت پر یوه کلي یرغل کړی او د سیمې د اوسېدونکو کورونه یې تلاشي کړي دي.

د سوریې «الإخباریه» ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د صهیونیست رژیم پوځیان د قنیطرې ولایت رسم الحیادره کلي ته ننوتلي دي.

راپورونه زیاتوي چې اسرائیلي ځواکونو د کلي د اوسېدونکو کورونه او خلک تلاشي کړي، خو د دې عملیاتو د احتمالي نیونو او نورو جزیاتو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د لیندۍ میاشتې کې د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، اسرائیلو د سوریې له رامنځته شوې امنیتي تشې څخه په استفادې، په دغه هېواد کې خپل پوځي فعالیتونه پراخ کړي دي.

د اسرائیلي رژیم ځواکونو تر دې وړاندې د سوریې پر مهمو دفاعي تاسیساتو او پوځي اهدافو پراخ هوايي بریدونه کړي او د سوریې په جنوبي سیمو، په ځانګړي ډول د قنیطرې په سیمه کې یې خپل حضور پراخ کړی دی.

همداراز، اسرائیلي ځواکونو د سوریې په جنوب کې ځینې سیمې نیولې دي چې د جبل الشیخ ستراتیژیکې لوړې هم پکې شاملې دي‌.

مربوطه مطالب

Back to top button