اسحاق ډار: پاکستان د سوله‌ییز او باثباته افغانستان غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر “اسحاق ډار” ویلي، چې هېواد یې د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان غوښتونکی دی او هیله لري چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

ډار دغه څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د حکومتونو د مشرانو شورا په غونډه کې کړې دي.

نوموړي له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د امنیتي اندېښنو او د سرحدي وضعیت په اړه اختلافات لا هم د دواړو هېوادونو د اړیکو مهمه موضوع ده.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” بیا،بیا، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او پاکستان یې تورن کړی، چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان پر ضد منفي او له واقعتونو لرې تبلیغات کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button