د هرات والي له ترکیې او ترکمنستان سره د سوداګرۍ او روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ میزان ۱۴۰۵)
د هرات والي نور احمد اسلامجار له ترکیې او ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا او د زیربنايي پروژو د پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، اسلامجار د ترکیې او ترکمنستان له قونسلانو او د ټیکا ادارې، افغان–ترک ښوونځیو او ټاپي پروژې له مسؤلینو سره په لیدنه کې د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو، په هرات کې د افغان–ترک معیاري روغتون د جوړولو او د تورغونډۍ په سرحدي سیمه کې د افغان–ترکمن ګډ روغتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
اسلامجار د ټاپي ګاز نللیکې پروژې پر اهمیت هم ټینګار کړی او امنیت یې د لویو اقتصادي او زیربنايي پروژو د پلي کېدو لپاره مهم بللی دی.
په ورته مهال، د ترکیې قونسل په فراه کې د افغان–ترک ښوونځي د جوړولو او د ترکمنستان قونسل له هغه هېواد څخه فراه ته د برېښنا د لېږد د طرحې په اړه معلومات ورکړي او د هرات د والي وړاندیزونو ته یې د کتنې ډاډ ورکړی دی.



