د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې هره ورځ له درېیو زیاتو ماشومانو د زړه وړیا عملیات کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ میزان ۱۴۰۵)

افغاني سره میاشت وايي، د کابل په قلبي روغتون کې د زړه د بطینونو ترمنځ د سوري (VSD) لرونکو ۸ ماشومانو عملیات ترسره شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې په وینا، په دغه روغتون کې د زړه سوري لرونکو بېوزلو ماشومانو درملنه او عملیات په دوامداره توګه ترسره کېږي او د درملنې ټول لګښتونه د یادې ادارې له لوري ورکول کېږي.

د سرچینې په خبره، روغتیايي ټیم یې هره ورځ له درېیو څخه د زیاتو ماشومانو درملنه او د زړه عملیات کوي، څو اړمنې کورنۍ وړیا روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button