حوثي ځواکونو باب‌المندب ته نږدې ۱۰۰ کلیومتره پرمختګ کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن په بېلابېلو سیمو کې له تازه نښتو وروسته، حوثي ځواکونو باب‌المندب تنګي ته نږدې په ځینو ساحلي سیمو کې پرمختګ کړی او یو شمېر ستراتیژیک ځایونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان په ملاتړ د حکومت اړوند ځواکونو اعلان کړی چې د باب‌المندب تنګي ته نږدې سیمو څخه یې خپل ځواکونه ایستلي او د عدن ښار او شاوخوا سیمو د دفاع لپاره یې د ځواکونو پر بیا تنظیم او ځای پر ځای کولو پیل کړی دی.

ویل کېږي، چې د حوثي ځواکونو وروستیو پرمختګونو د ریاض په ملاتړ په جنګېدونکو ځواکونو پوځي فشار زیات کړی او هغوی یې اړ کړي چې خپلې دفاعي کرښې پیاوړې کړي.

د دغو ځواکونو پوځي چارواکو خپل شاتګ تاکتیکي اقدام بللی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو او د دفاعي مورچلونو د پیاوړتیا په موخه شوې ده.

باب‌المندب تنګی د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ یو مهم ستراتیژیک سمندري مسیر دی، چې نړیوال سوداګریز او سمندري تګ راتګ کې ځانګړی اهمیت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button