اوبو او انرژۍ وزارت: لوګر کې د ۹۵ زره ډالرو په لګښت د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه)
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د لوګر ولایت د مرکز پلعلم اړوند د ده مغلانو په سیمه کې د دهنو الوزي سربند جوړولو پروژې چارې د ۹۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې دي.
دغه سربند ۳۸ متره اوږدوالی لري او ټاکل شوې چې د جوړولو چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د وزارت په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او ۱۲۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.



