تاجکستان له افغانستان سره پر ګډ سوداګریز بازار جوړولو غور کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د تاجکستان سفیر په دې لیدنه کې له افغانستان سره د ګډ سوداګریز بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه بازار به د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د راکړې ورکړې زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button