بلاول بوټو: له تحریک انصاف پرته د پاکستان سیاسي نظام نه شي چلیدلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۵ل)

د پاکستان د خلکو ګوند مشر “بلاول بوټو زرداري”ویلي، چې د پاکستان سیاسي نظام د تحریک انصاف ګوند له ګډون او همکارۍ پرته فعالیت نه شي کولای.

بلاول بوټو د کراچۍ په مطبوعاتي کلب کې د خبریالانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، تحریک انصاف په پاکستان کې یو سیاسي حقیقت دی او د دغه ګوند له منلو پرته د هېواد چارې نه شي پرمخ تللی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د تحریک انصاف، د دغه ګوند د بنسټګر عمران خان او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن سیاسي باور باید بېرته ترلاسه شي.

هغه د پاکستان د سیاسي وضعیت د سمون لپاره د «سیاسي تنظیم» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه بهیر پیل باید له پارلمانه وشي.

بلاول بوټو همداراز ویلي، د مخالفو ګوندونو نیوکې د ولسواکۍ برخه ده او حکومت باید د سیاسي مخالفت پر ځای د خبرو اترو او پخلاینې لاره غوره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button