د تورغونډۍ بندر د ۵.۵ میلیونه ډالرو پراختیايي پروژه ۴۵ سلنه بشپړه شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه)
د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د تورغونډۍ ـ هرات د پراختیايي پروژې چارې، چې د ترکمنستان په همکارۍ د ۵.۵ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي، ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، دغه پروژه د تورغونډۍ بندر په ۳.۵ هکټاره ځمکه کې د سوداګریزو زیربناوو د پراختیا، د بندر د ظرفیت لوړولو او د توکو د لېږد، بارولو او تخلیې د اسانتیاوو په موخه پلې کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پروژې په چوکاټ کې به د توکو د تخلیې ګدامونه، مجهزې سړې خونې او نورې اړینې اسانتیاوې هم د نړیوالو معیارونو له مخې جوړې شي.
تورغونډۍ بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو مهم سوداګریز بندر دی او د زیربناوو پراختیا به یې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا کې مرسته وکړي.



