د اسلامي امارت زعیم په ارګ کې له رئیسالوزرا او یو شمېر وزیرانو سره لیدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د اسلامي امارت زعیم «شيخ الإسلام» شیخ هبتالله اخندزاده تېره ورځ ماښام په ارګ کې له رئیسالوزرا، یو شمېر وزیرانو او نورو حکومتي مسوولینو سره لیدلي دي.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.
نوموړي د دې لیدنې د اجنډا، بحثونو او ترسره شویو خبرو اترو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.



