عبدالملک حوثي: که سعودي جګړه ودروي، د تلپاتې دښمنۍ اراده نه لرو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سيد بدرالدین عبدالملک حوثي ویلي، که سعودي عربستان له یمن سره جګړه ودروي، دوی هم له دغه هېواد سره د تلپاتې دښمنۍ او مقابلې اراده نه لري.

حوثي ټینګار کړی چې د یمن دریځ د سعودي عربستان پر وړاندې د جګړې دوام نه دی، بلکې د جګړې او پوځي مداخلې پای ته رسېدل دي.

نوموړي څرګنده کړې چې د سعودي عربستان له لوري د جګړې درول او د یمن پر وړاندې د پوځي اقداماتو پای ته رسول کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button