سعودي اېتلاف: یمن کې مو د حوثیانو ۶۰ پوځي اهداف په نښه کړي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اېتلاف ادعا کړې چې د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو پر مهال د حوثي ځواکونو اړوند ۶۰ هدفونه په نښه او لهمنځه وړي دي.
د اېتلاف د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه د یمن په پلازمېنه صنعا، حدیده، عمران او صعده ولایتونو کې ترسره شوي دي.



