قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او سیمهییزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه)
د «کاسپین انالېسټ» تحلیلي وېبپاڼې لیکلي، قزاقستان هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ، بشري مرستو، زدهکړو او ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا له لارې د دغه هېواد په اقتصادي ثبات او سیمهییز اتصال کې ونډه واخلي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جولای پورې د دواړو هېوادونو سوداګري ۵۸۱.۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ کال د ټولې سوداګرۍ له کچې لوړه ده.
راپور زیاتوي، قزاقستان په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین په ۳۴ پوهنتونونو کې منلي او هر کال افغانانو ته ۳۰ تحصیلي بورسونه ورکوي، چې د ۶۰ بورسونو ته د لوړولو پلان هم لري. دغه هېواد تر دې وړاندې افغانستان ته بشري مرستې هم لېږلې دي.
د راپور په باور، د ټرانسپورټي دهلیزونو پراختیا، په ځانګړي ډول د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپینبولدک د اوسپنې پټلۍ وړاندیز شوې پروژه، کولای شي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د بازارونو پر مهمه نښلوونکې لار بدل کړي.



