د لیبیا لوی مفتي: ځینې عربي هېوادونه د فلسطینیانو وژنه کې ښکېل دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د لیبیا لوی مفتي “شیخ دکتور صادق الغریاني” ویلي، چې ځینې عربي هېوادونه د فلسطین د خلکو پر وړاندې په جګړه او وژنو مستقیم ښکېل دي.
نوموړي د مصر، اردن او متحده عربي اماراتو نومونه یاد کړي او ویلي یې دي چې دغه هېوادونه د فلسطینیانو پر وړاندې جګړه کې ښکیل دي.
شیخ صادق الغریاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو او د عربي هېوادونو د کم رنګه دریځونو په اړه نیوکې دوام لري.



