پاکستان سعودي عربستان ته د پوځیانو لیږلو اعلان وکړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
پاکستان د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه دغه هېواد ته د خپلو پوځي ځواکونو د استولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، سعودي عربستان ته د ځواکونو استول د دغه هېواد د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې د اسلام‌اباد د ژمنتیا څرګندونه کوي.

دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوې چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه ترسره شوه.

پاکستان سعودي عربستان ته د خپلو ځواکونو د استولو اعلان داسې مهال کړی، چې د ریاض په مشرۍ ائتلاف نن سهار وختي ادعا کړې، چې د یمن حوثیانو له لوري د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور توغول شوی بالستیک توغندی یې شنډ کړی دی.

تر اوسه د سعودي عربستان د دفاعي اړتیاوو لپاره د پاکستان له لوري د استول کېدونکو ځواکونو د شمېر او د هغوی د احتمالي دندو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button