د یمن وسله‌وال ځواکونه: د سعودي جده او د سره سمندرګي ټول بندرونه مو هدفونه دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی چې د سعودي عربستان جده بندر او د سره سمندرګي پر ساحل د دغه هېواد ټول بندرونه به د دوی د پوځي بریدونو هدفونه وي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه د سعودي عربستان له لوري د یمن پر رأس عیسی بندر د برید په غبرګون کې شوې ده.

په اعلامیه کې د یادو بندرونو له کارکوونکو، مامورینو او شاوخوا سیمو کې له مېشتو کسانو غوښتل شوي چې سمدستي دغه ځایونه تخلیه کړي او ترې لرې شي.

یمني ځواکونو همدارنګه له ټولو سمندري او باروړونکو شرکتونو غوښتي چې خپلې بېړۍ ژر تر ژره د سعودي عربستان له یادو بندرونو وباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button