تاسو شیطان پژنئ ؟؟؟ !!! ( پنځمه برخه )

 لیکنه : ابو اقبال ( کان الله له )
 ابلیس عليه اللعنه   نوح علیه السلام ته په کښتۍ کښي حاضر شو !!!
 
سالم بن عبد الله دخپل پلار په حواله وایې : چي زما پلار  ماته وویل  : کله چي نوح علیه السلام په کښتۍ کښي سپور شو ، نو د کښتۍ په یوه  زاویه کښي یو نابلده سپین ږیری  ولید ،  پښتنه یې ور نه وکړه چي ته څنګه راغلی یې ؟ ، ده په جواب کښي وویل  :  زه راغلی یم چي ستا د ملګرو زړونو ته  داخل شم ؛ زړونه به یې زما سره وي ، جسدونه بې ستاسره وي   .
نوح علیه السلام ورته وویل : چي  اې د الله تعالی دښمنه وزه! .
ابلیس علیه اللعنه  وویل : پنځه شیان دي چي زه د هغو په مټ خلګ هلاک کوم ، درې شیان به تاته بیان کړم ، دوه نور نه در ته ښیم ، الله تعالی نوح علیه السلام ته وحي وکړه ، چي ستا ضرورت دغو دریو شیانوته نشته ، ابلیس ته امر  ، حکم  وکړه ، چي هغه دوه شیان در ته په ګوته کړي ، ؛ ځکه چي زه ( الله تعالی ) په همدغو دوو شیا نو خلګ هلاک کوم .
الله تعالی وویل : هغه دوه یو حسد (  کینه ) ده ، ؛ ځکه چي دحسد له کبله ما ( الله تعالی ) ابلیس ورټی .
دوهم حرص ده ، ؛ چي آدم علیه السلام ته ټول جنت ورکړل شو ، خو زه ( الله تعالی ) خپل مطلب ته د ده ( آدم )  دحرص په وجه ورسیدم  .  
ابن وهب د ليث په حواله ویلي :  ماته خبر رسیدلی ، چي ابلیس له نوح علیه السلام سره مخامخ شو، ابلیس ده ( نوح علیه السلام  ) ته وویل : چي اې نوحه ! له حسد ، حرص  څخه ځان وساته !  ؛ ځکه چي ما حسد وکړ ، له همدي کبله له جنته څخه وشړل  شوم ، آدم ( علیه السلام  )  دهغه منع کړل شوې درختې په خوړلو باندي حرص وکړ ،حتی چي له جنته څخه وایستل شو .  
كتاب ليكې چي ابلیس علیه اللعنه  له موسی علیه السلام سره مخامخ شو ، موسی علیه السلام ته یې وویل : اې موسی ( علیه السلام ) ته !  هغه  کس یې چي الله تعالی په رسالت سره غوره کړه يې، ستاسره الله تعالی خبرې وکړي ، زه  ( ابلیس ) هم د الله تعالی مخلوق یم ، ګناه را څخه وشوه ، اوس زه ( ابلیس ) غواړم چي توبه ګار شم ، نو ته ( اې موسی ) ! زما ( ابلیس ) شفاعت وکړه  ، چی الله تعالی زما توبه قبوله کړي .
نو موسی علیه السلام  خپل رب  ته دُعا وکړه ، د الله تعالی  له لوري موسي علیه السلام ته وویل شول ، چي ستا حاجت مو در پوره کړ ،  موسی علیه السلام چي کله له ابلیس سره ولیدل ، ورته وویل : چي تاته امر ( حکم ) شوی دی ، چي د آدم علیه السلام قبر ته سجده وکړه ، نو ستا توبه  به قبوله شي  .
ابلیس علیه اللعنه خپل ځان لوی وګاڼه  ، غوسه ورغله او وویل : ما ده ( آدم ) ته په ژوند کښي سجده نه وکړه  ،  آیا اوس چي دی ( آدم ) مړ دی سجده ورته وکړم ؟  .
بیاوروسته ابلیس علیه اللعنه موسی علیه السلام ته  وویل : چي تا  ( اې موسی ) !  زما لپاره د الله تعالی په حضور کښي شفاعت وغوښتل  پر ماباندي ستا حق پاته شو ، نو  ما ( ابلیس )  په درو ۳ ځایو کښي په یاده لره ! ، زه ( ابلیس ) په همدغو درو ۳ خلګ هلاک کوم .
اول  داچي کله تا ته غوسه غضب درشي ، نو زما ( ابليس )  خبري ستاپه زړه کښي چلیږي  ،   زما سترګې ستا په سترګوکښي وي  ،زه ستا په وجود کښي ستا له ویني سره یو ځای روان یم ، نو ما ( ابلیس )  په دغه حالت کښي په  یاد لره !  .
دوهم داچي کله  انسان غزا جګړې ته ولاړ شي نو زه ( ابلیس ) ده ( انسان ) ته راځم ، ده ته اولاد ،  ښځه او ټول اهل بیت وریاده  وم ، ؛ ددي لپاره چي دی ( انسان ) له جنګه  تیښته وکړي ، دلته  هم ما ( ابلیس ) په یاد لره !  .
درېیم داچي له پردوۍ ښځې سره چي ستا له محرماتو څخه نه وي ، هيڅ کله مه یو ځای کیږه ؛ ځکه چي زه   ( ابلیس ) دسړي او ښځي په مابین کښي د دواړو لخوا واسطه یم  ، یو ، یوو ته کشوم ، بل ، بل ته کشوم    ( ترڅو چي دواړه په ګناه اخته کړم ) ، نو دلته  هم ما ( ابلیس ) په یاد لره ! .
ابو العالیة ویلي : کله چي دنوح علیه السلام  کښتۍ لنګر شوه ، ناببره ناڅاپه  نوح علیه السلام  ابلیس علیه اللعنه ولید ، چي دکښتۍ پر لکۍ ناست وو ، نو نوح علیه السلام  ده ( ابلیس ) ته  وویل : چي غرق شي د ځمکي اوسیدونکي ستا له لاسه هلاک شول ، ټول تا هلاک کړل .
 ابلیس علیه اللعنه وویل : چي اوس څه وکړم ؟ ، نوح علیه السلام  ده ( ابلیس ) ته وویل : چي توبه وکاږه .!
ابلیس علیه اللعنه  ده ( نوح  ) علیه السلام ته وویل  : چي ته له الله تعالی نه پوښتنه وکړه ، چي زما توبه شته  کنه ؟ .
نوح علیه السلام خپل رب ته دُعا وکړه ، نو الله تعالی ده ( نوح) علیه السلام ته  وحی وکړه ، چي د ابلیس علیه اللعنه توبه داده چي د آدم علیه السلام قبر ته سجده وکړي .
نوح علیه السلام ده ( ابلیس ) ته وویل : چي توبه مي درته پیداکړه ! .
ابلیس وویل : چي کومه ده ؟ .
نوح علیه السلام  ده ( ابلیس ) ته وویل هغه  داده چي ته  !  د آدم علیه السلام قبر ته سجده وکړي .
ده ( ابلیس ) وویل : چي په حیات کښي مي پرېښوود ( سجده مي نه ورته وکړه )  ، اوس چي  دی ( آدم  علیه السلام ) مړ شو سجده ور ته وکړم ؟  .
د ابن عباس رضی الله عنه په حواله یو روایت نقل کړی ، اول چي په کښتۍ کښي ننووت له مرغانو څخه په عربي ژبه کښي  ( الدره ) ورته ویل کیږي  ، آخرنۍ حیوان چي کښتۍ ته داخل شو خر وو، ابلیس علیه اللعنه دده په لکۍ پسي ځوړندشو  کشتۍ ته ننوو ت . والله اعلم
کتاب اکام المرجان في احکام الجان
نور بیا ان شاء الله تعالی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button