( سرلیکنه )
په ۱۳۵۷کال دثورپه میاشت کې چې کمونستانو په افغانستان کې پرداوودخان کودتاوکړه له هغې ورځې افغانانو نورو هیوادونو ته کډې پیل کړې چې ترټولودګاونډیتوب او نږدیوالي په نسبت په پاکستان ، ایران او بیانورو هیوادونوکې ېې دکډوالئ ژوند غوره کړپه افغانستان کې دکمونستي رژیم دنسکوریدا سره سم بیا افغانانو خپل هیواد ته په راستانیدو پیل وکړل او تر ۲۰۰۱کال پورې چې لا امریکايې پوځونو پرافغانستان یرغل نه وو کړی زیات شمیر افغانان خپلو جونګړو ته راستانه شول خو دامریکایی پوځي یرغل سره چې په افغانستان کې ژوند نورهم تریخ شو له پاکستان او نورو هیوادو دکډوالئ بهیر ټکنی شو .
پاکستاني چارواکو پریکړه وکړه چې تر۲۰۱۲وروسته په پاکستان کې دافغانانو کډوالي په قانوني ډول پای ته ورسیده او دافغان کډوالو دیوې شوې سروې له مخې په پاکستان کې شپاړس لکه قانوني او څوارلس لکه غیرقانوني افغانان وشمیرل شول چې ټولو ته دملګرو ملتونو سره دموافقې له مخې د۲۰۱۲کال د دسمبرتر ۳۱می نیټې پوری خپل هیواد ته دستنیدا وخت ورکړل شو، افغانان په دغه لنډه موده کې په ستنیدا ونه توانیدل دپاکستان حکومت دهمدې کال دجون دمیاشتی پور نور وخت ورکړ افغانان بیا هم ونه توانیدل چی په ټاکلی نیټه خپله هیواد ته ستانه شي.
افغانانو ته په ۲۰۱۳ او بیا په ۲۰۱۵دستمبر ۳۱می نیټې پورې وخت ورکړل شو چې په ۲۰۱۴کال کی دپاکستان دنورو ښارونو زیات شمیر په پخوانی سرحد او اوسني خیبرپښتونخوا ایالت کې دژوندکولو دستونزو سره مخ شول دملي یووالي حکومت په خیبرپښتونخوا ایالت کې دافغانانو په فریاد یو څو لیدنې دپاکستاني چارواکو سره وکړی خو په پاکستان او پیښورکې د بې تجربې او بېکفایتو افغانی دیپلماتانو له امله یې پاکستاني چار واکو سره موثرې لیدنې چې پاکستاني چارواکوته قناعت ورکړی ونکړی .
دا د پاکستان حق دی چې دملګروملتونو ،پاکستان او افغانستان سره په دري ګونی موافقه کی ټاکلې مودې وروسته افغانانو ته خپل هیواد ته د تلو وینا وکړي خو پاکستان بیا هم په کابل کی د یو ، ان ، ایچ ، سی ، آر پاکستان او افغانستان په دري ګونی غونډه کې افغانانو ته په پاکستان کې داوسیدام موده تر ۲۰۱۷پوری اوږده کړه افغانانو چې خپل هیواد ته دناامنيو له امله کومې ستونزې درلودې هغه اوس هم په خپل ځاې پاتې دی .
پدې کې شک نشته چې پاکستان خپله دهرډول ستونزو سره مخ دی نا امني په پاکستان کې له ۲۰۰۲ راپدیخوا ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده ، همدارنګه په اقتصادي لحاظ هم پاکستان دستونروسره لاس او ګریوان دی دپاکستاني چارواکو په وینا که افغانان خپل هیواد ته ستانه شي دیو خوا به دخپل هیواد په ابادئ کی فعاله ونډه واخلی او دبلې خوا به په پاکستان دهغو اشخاصو چې وایي یوشمیر افغانانو دپاکستان په نا امنیو کې لاس لري خولې بندې شي ، پاکستان څو څو واری ویناکړیده چې باید په تدریجي توګه افغانان خپل هیواد ته په خپله خوښه ستانه شی ملګرو ملتونو هم ویلی چې په زور سره هیڅ څوک حق نلری افغانان خپل هیواد ته ستانه کړی .
تیرکال په کابل کی دپاکستان ، افغانستان او یو،این ایچ سي،،آر ترمنځ په دری ګونی موافقه کې وویل شول چې په افغانستان کې نا امنیو ته په کتو سره باید پاکستان افغانانو ته داوسیدا موده نو ره هم اوږده کړي چی ددې مودې اوږدوالی دپاکستان دپارلمان او صداعظم نوازشریف ترلاس لیک وځنډول شو او شاید دا لاس لیک اوس شوی وي چې پاکستان افغانانو ته داوسیدنی یوکال نوره موده هم ورکړه ، یوشیر پاکستاني چارواکی وایی دټاکلی ورکړل شوی مودې ورسته باید هغه شمیر افغانان چې غواړی پاتې شي په پاکستان کې دعربی متحده ایالاتوپه څیر دیوه پاکستانی کفیل په کفالت کی ژوند وکړي ترڅو دشته ستونزو مخه ونیول شی خو ددې نظر سره یو څه مخالفت شته او هغه پدې چې بیابه په افغانستان کی پاکستانیان او پاکستانی قبایل هم په ورته قانون په افغانستان کې ژوند کوي چې داډول اوسیدنی به نه یواځې داچې ددواړوهیوادونو په سیاسی اړیکوبد اغیز وکړی بلکه په اقتصاد به هم دومره بد اغیز وکړی چې دواړه هیوادونه به یی تحمل ونلري .
دپاکستان لخوا کیدی شی داړتیا له مخې چې په افغانستان کی حالات دافغانانو دستیندا وړنه وي په بیاغور موده اوږده شی خو هغه افغانان چې په غیرقانونی توګه په پاکستان کې اوسیږي شاید پدې اړه نرمی ونلری او که یی ولری نو دغیرقانونی افغانانو لپاره په پاکستان کی اوسیدا ته باید خپله دملی یووالی حکومت دملګرو ملتونو دلاری یو دحل لاره پیداکړی او که دا هڅه دملی یووالي دحکومت لخوا ونه شوه په پاکستان کی دغیرقانوني افغانان راتلونکی ژوند به ډیر سخت شي .
دروان میلادی کال په پیل کی اسلام آباد ته نوي لیږل شوی سفیر محمد عمر زاخیلوال په پاکستان کې میشتو افغانانو ته پاکستانی چارواکو سره دلیدنو وروسته یوڅه غوړې وعده ورکړی خو افغانانو همغسې ستونزمن ژوند تیروي.
دابه وروسته څرګنده شي چې دملی یووالي حکومت په پاکستان کې دغیرقانونی په نامه افغانانو دمیشتیدنی حل لارې استنې کې کامیابیداې شی او که دتیرپه څیر به دنورو اعترافونو په څیر پدی ناکامۍ هم اعترف وکړي.
















