پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د اسلام دوهم خلیفه”عمر”(رضي الله عنه) او ناداره ښځه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 25, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
11
ځلې شریک شوی
136
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کتاب: تاریخ الطبري

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند).

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

زید بن اسلم(رضي الله عنه) له خپل پلار (اسلم) نه روایت کوي، وایي: زه له “عمر”(رضي الله عنه) سره و راغه ته و وتم، کله چې “صرار” سیمي ته ورسیدو، ناڅاپه مو یو اور ولید.

یاد خلیفه(رضي الله عنه) راته کړه: زما په آند دا قافله(بهیر) دی، د تلو موخه ییې یخني او شپې نیولې ده، درځه ورشو، په ډېره بېړه مو ځانونه(داور) سیمي ته ورسول، چې کله نږدې ورغلو هغه یوه ښځه ده واړه ماشومان پرې را تاو دي، یوه کټوۍ(کټوه) یې په اور ایښې ده ،  واړه ماشومان ورته په چیغو- چیغو ژاړي!

(د عدالت لمر) خلیفه(رضې الله عنه) ورته ویل: السلام علیکم اې درڼا څښتنانو! – دایې مناسب و نه ګڼل، چې ورته ووایي :”د اور څښتنانو .

یادې ښځې ورته کړه: وعلیک السلام.

هغه مبارک ورته وېل: نږدې درشو؟

هغې ور غبرګه کړه: که د خیر ښېګړې نیت مو وي راشئ، کنه ګوښه شئ.

هغه (رضي الله عنه) ور نږدې شو، ورته ویلې: دلته څه کوئ؟

هغې ورته کړه: یخني اوشپې مو د تلو موخه ډب کړې ده.

نوموړي خلیفه(رضي الله عنه) ورته وویل: دا واړه ماشومان ولي په چیغو او کوکارو دي؟

هغې وېل: د لوږې له لاسه کړېږي!

هغه(رضي الله عنه) ورته و ویل: په اور باندې کټوۍ کې څه دي؟

هغې(په ژړا) ور غبرګه کړه: اوبه دي، ماشومان پرې تېر باسم، تر څو ویده شي! الله زموږ او د “عمر” تر مینځ دی.

هغه رضي الله عنه ورته و فرمایل: اې له الهي لورینې نه برخمنه شې، “عمر” په تاسو څه خبر دی؟
یادې نادارې ښځې ور ته کړه: زموږ چارې یې په غاړه واخیستې، اوس یې نو را ته شا کړه.

زید بن اسلم(رضي الله عنه) وایي: یاد خلیفه(رضي الله عنه) مخ را واړاوه، راته یې کړه: راځه ځو، بیا مو را منډه کړه تر څو د (بیت المال) د اوړو ګدام ته راغلو، هغه مبارک يو انډی د اوړو، چې ټکولې وازدي هم پکې وې را و ویسته.
راته یې ویل: په ما یې بار کړه.

ما ورته کړه: زه به یې یوسم. ویلې: نه! درې ځله مې ور ته د اخبر تکرار کړه.

په دریم ځل یې راته وویل: زما د ګناه پېټی په ورځ د قیامت ته په غاړه اخلې؟ مور دي ورکه شه!

(لنډه دا) چې پرې بار مي کړ، په بیړه و خوځيدو تر څو و یادې ښځې ته ورسیدو، اوړه یې ور ته کېښودل، لږ اوړه یې را و ویستل، هغې ته یې کړه: ته اوړه را تویوه، زه به یې سره ګډوم، په خپله مبارک و اور ته تر کټوۍ لاندې ور پوکول. هغه مبارک د لویې ږیرې څښتن و. ما لیدل، چې لوګی به د ده مبارک تر ږیره راووت آن تردې، چې پخه شوه، را ښکته یې کړه، ویې ویل: یو شی راکړه.

هغې یو کاسه ورکړه. په خپل لاس مبارک یې هغه خوراک تیار کړ، ورته وېلې: او س خپل ماشومان پرې مړوه. زه به یې درته د سړېدو په موخه اصلاح کوم . تر هاغه دلته وو تر څو، چې ماشومان ماړه شول، زیات خوراکي مواد یې همدې ته پرېښودل، را روان شو، زه هم را روان شوم.

یادې بوډۍ( هغه مبارک) ته ور غبرګه کړه:

جزاك الله خيرا أنت أولى بهذا الأمر من أمير المؤمنين…
ژباړه: الله پاک دي ښه بدله درکړي تر امیر المؤمنین (عمر- رضي الله عنه) ته د دې کار وړ یې.

هغه(رضي الله عنه) ورته وویل:

قولي خيرا إنك إذا جئت أمير المؤمنين وجدتني هناك إن شاء الله

ژباړه: ښه وایې، کته امیر المؤمنین ته ورغلې نو زه به هم هغالته یم – ان شاء الله!
له څه تګ نه وروسته یې مخ ور واړاوه، غلی په زمکه کېناست.
ورته مي وویل: نن د تېر په څېر نه یې، هغه مبارک را سره خبرې نه کولې تر څو، چې ماشومان مي ولیده، خندل یې، یو له بل سره یې لوبې کولې بیا ویده شوو او ارام شول، هغه مبارک را و خوځېد، د الله پاک ثنا یې وویله، مخ یې را واړاوو، راته یې وویل:

يا أسلم إن الجوع أسهرهم وأبكاهم فأحببت ألا أنصرف حتى أرى ما رأيت منهم))

ژباړه: اې اسلمه! هغوی لوږې ویښ ساتلو، لوږې ژړولو، زما یواځنۍ ارزو هم داوه، چې په یاد حالت کې ترې بېل شم.

التاریخ الطبري:  (2/567)
تاریخ ابن عساكر: ( 352/44 )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: که یاده ریښینې کیسه په غور و لوستل شي، په دقیقه(ژوره) توګه مطالعه شي، د عدل، خاکساري او همدردي په اړه ډېر څه ترې زده کولای شو.

د رنګینې عاطفې او انساني خواخوږي په څېر مهمې نقطې(ټکي) په کې موندلای شو.

دا راز سبق راکوي، چې د خپلې تېروتنې د درک پر مهال څه باید وکړو؟

خپلې تېروتنې په خپله باید جبران کړو.

او….

مخکینې مطلب

د دمشق په زینبیه سیمه کې درنده چاودنه وشوه

بل مطلب

تاسو شیطان پژنئ ؟؟؟ !!! ( پنځمه برخه )

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com