برتانیه نابالغ پناه غوښتونکي مني

تبصره
د تیرو درې ورځو راپد یخوا فرانسې د هیواد په شمال کې د کالي کډوالو کمپ د ورانولو په خاطر عملیات پیل کړي دي چې تیرماښام سر ته ورسیدل .
هغه ځایونه چې پولیسو له کډوالو خالي کړل هغې ته یې اورونه واچول ترڅو اروپایی هیوادونو ته د تلو په موخه د بیا لپاره کډوال پکې میشت نه شي.
په تیرو درې ورځو کې د فرانسې د پولیسو او کډوالو ترمنځ درې ځلې نښتې وشوې، چې کډوالو نه غوښتل له کالي یاد ځنګل له کمپه نورو سیموته ولاړ شي.
فرانسوي پولیسو دا کمپ پدې خاطر خالي کړ، چې له دې کمپه کډوال په اسانۍ سره اروپایي هیوا دونو ته تلای شول او هم برتانیې له فرانسې څخه غوښتي وو چې په کمپ کې به بالغ کډوال د خپل هیواد نورو برخو ته انتقال کړي او نابالغوته به مونږ پناه ورکړو.
برتانیې فرانسویي چارواکوته ویلي، چې دوې یواځې نا بالغ کډوال په برتانیه کې منلای شي، چې دامهال په کالي پنډغالي کې د۵۰۰۰کډوالو په منځ کې ۱۵۰۰ نابالغو کډوالو ژوند کاوه چې ټول به برتانیه ومني.
د فرانسې پولیسو ویلي دي، چې په کالي کمپ کې اوس هم اورونه لګیدلي دي او نور پولیس په دې خاطر په کمپ کې ځای پرځای شوي دي چې کډوال بیا پکې ځایونه ونه نیسي.
د فرانسې په کالی کمپ کې له ۵۰۰۰ تر ۸۰۰۰کډوال اوسیدل چې ټولو د اروپایي هیوادونو د سفر په تمه په کمپ کې شپې سباکولې. پولیس وایي چې په راتلونکو دوه ورځو کې به برتانیه د۱۵۰۰نابالغو کډوالو خپل هېواد ته رانتقال زمینه برابره کړي.
دلته سوال دا راپیدا کیږي چې برتاینه د څه لپاره بالغ کډوال نه مني او نابالغوته په برتانیه کې د اوسیدو زمینه برابروي؟، کتونکي په دې نظردي چې نابالغ کډوال په اسانۍ سره په برتانوي ښوونځیو کې برتانوي کلتور، عقیده، ژبه او اخلاق خپلولای شي؛ خو هغه کډوال چې بالغ دي د برتانیي د چارواکو په وینا د هغوی د عقیدې او اخلاقو تغیر به ډیرې ستونزې له ځانه سره ولري.
د کالي په کمپ کې افغانان هم شته چې عمرونه یې له ۱۵کالو راټیت دي، دوی چې په برتانیه کې په ښوونځي کې زده کړه وکړي او د ځوانۍ وخت په برتانیه کې تیرکړي، هیڅ وخت نه په اسلامي او نه په افغاني اخلاقو ثابت پاتې کیدای شي.
دا د افغان دولت او برتانیې ته د تلونکو کم عمره هلکانو کورنیو مسئولیت دی، چې په خپلو اولادونو نظر وساتي که په برتانوي کلتور کې راسترشي افغانیت او اسلامیت دواړه له لاسه ورکوي .
په افغانستان کې د پردیو یرغلګرو یو لوی تاوان ځوان نسل ته دا دی، چې د کم عمر ځوانان په خپل کلتور نه شي پاتې کیدای، ښکاره مثال یې په مسکو او نورو بهرنیو هیوادونو کې رالوی شوي افغان ځوانان دي چې اسلامیت او افغانیت دواړه یې له لاسه ورکړي دي.



