له افق هاخوا – د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سلاکار

ليکنه: احمد جواد

ترجمه: نظيم سمون

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سلاکار احمد جواد په اردو ژبه کښلې دا لنډه تبصره راته معناداره ښکاره شوه او ما هم پښتو ته واړوله، تاسو یې ولولئ. اکثریت پاکستانیان د افغانستان په اړه د عاصم منیر او د هغو ملګرو د احمقانه پالیسۍ مخالف دي خو زموږ یو شمېر اوثقلان بیا وایي چې د لارو بندول د افغانستان تصمیم و. تاسو هره ورځ د DG ISPR او اطلاعاتو وزیر بیانیې نه اورئ چې وایي تر هغې لارې نه خلاصېږي چې له افغانستانه په اصطلاح د ترهګرۍ ګواښ نه وي ختم شوی.

—-

د سیمه ییز تجارت اصلي محور کوم دی؟

کله چې موږ له افغانستان سره سوداګري بنده کړه، افغانستان له خپلو پنځو نورو ګاونډیانو، یعنې چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره سوداګري پیل کړه. سربېره پر دې، له روسیې سره د تاجکستان له لارې او له ترکیې سره یې د ایران له لارې سوداګریزې اړیکې پیل کړې.

دغه اووه واړه هېوادونه له افغانستان سره د ترهګرۍ په برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه لري. په ایران کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال مېشت دي، خو ایران له دغو افغانانو څخه د ترهګرۍ له کوم ګواښ سره نه دی مخ شوی. په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پرمختګونو له امله شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

افغانستان اوس له دغو اوو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ او سړکونو له لارې سوداګري کوي او د اوسپنې پټلۍ د لارو د پراختیا بهیر یې په چټکۍ روان دی.

۱- د افغانستان د هرات او د ایران د خواف ترمنځ د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګري روانه ده. د دې پټلۍ ۴۷ کیلومتره نورې برخې د جوړېدو په حال کې دي.

۲- د هرات او حیرتان ترمنځ، د ازبکستان له لارې د اوسپنې پټلۍ سوداګریزه لاره فعاله ده.

۳- د هرات او تورغونډۍ ترمنځ، د ترکمنستان په لور د ۱۱۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د ډیزاین او پلان جوړونې په پړاو کې ده.

۴- د هرات او کندهار ترمنځ د ۷۰۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ پروژه هم د ډیزاین او پلان جوړونې په پړاو کې ده.

افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د اوسپنې پټلۍ نږدې ۴۰۰ کیلومتره شبکه بشپړه کړې ده. ۱۰۰ کیلومتره نور یې د جوړېدو په حال کې دي او ۹۰۰ کیلومتره یې د ډیزاین او پلان جوړونې په پړاو کې دي.

په راتلونکي کې به د هرات او واخان له لارې چین ته غځېدونکی سړک هم پر لویې لارې (موټروې) بدل شي.

د چین د سوداګرۍ لارې په حقیقت کې د پرمختګ او سوکالۍ لارې دي. قرغزستان، ازبکستان، ایران، افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیه د چین په همکارۍ شپه او ورځ د دغو پرمختیایي دهلېزونو پر پراختیا کار کوي. چین د خپلې سوداګرۍ ۹۰ سلنه برخه له دغو لارو ترسره کوي. د سوداګریزو لارو په دې سیالۍ کې ایران او افغانستان اوس مرکزي اهمیت خپل کړی دی.

د سوداګریزو لارو د پراختیا په دویم پړاو کې ترکیه او اذربایجان راځي، چې له دې ځایه اروپا، افریقا او لوېدیځې اسیا ته سوداګري کېږي.

موږ به له افغانستان او ایران پرته په دې سیمه او نړیواله سوداګرۍ کې شاته پاتې شو؛ ځکه د پاکستان ځمکنۍ سوداګریزې لارې یوازې د ایران او افغانستان له لارې کولای شي چین، د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو، اذربایجان، روسیې، ترکیې او اروپا سره ونښلي.

زموږ د بهرني سیاست اساسي تمرکز باید پر سیمه‌ ییز تجارت وي؛ ځکه دا د پرمختګ هغه فورمول دی چې نړۍ غوره کړی دی. سیمه‌ییز تجارت پر ځمکنیو سوداګریزو لارو اتکا لري او د ځمکني ترانسپورټ په برخه کې د لېږد تر ټولو ارزانه او پراخ ظرفیت لرونکی انتخاب د اوسپنې پټلۍ ده. خو په سیمه کې د پاکستان د اوسپنې پټلۍ شبکه د سیمه‌ییزو سوداګریزو دهلېزونو په برخه کې تر ټولو ډېره وروسته پاتې شبکه ده؛ ان تر دې چې اوس افغانستان هم د اوسپنې پټلۍ د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستان څخه مخکې شوی.

هر څوک افق لیدلی شي، خو یوازې لږ کسان کولی شي له افق هاخوا نړۍ وویني.

مربوطه مطالب

Back to top button