د نیمګړي ژوند دوه ملګري!/ ریښتینې کیسه

لیکوونکی: مصطفی زرقاوي
ریښتینې کیسه
له مکتبه چې راغلم لږ دمه شوم، په زړه مې وګرځید او له کوره پسې ووتم، یو خوا بل خوا مې یې د لیدو په هیله وکتل؛ خو هغه نه و، نو مې یې د کور په طرف تکل وکړ، چې ګوندې ویې وینم.
د کور دروازې له ټکولو لږ ځند پس راووتلو کلکه غیږه مو سره ورکړه لکه د زړه ټوټې سره چې کلونه وروسته یو ځای شې.
هو! دا مې د خپل ژوند یوه برخه ده، غواړم د قلم څوکې ته یې ورسوم تر څو ورک زړه یې هم وګوري، وخت و تیر شو، ډیر کوچنی وم د ښوونځي په لومړي ټولګي کې مې زده کړه کوله، ښوونځي ته به تلم راتلم وخت تیریدلو، له ښوونځي د رخصتۍ پر مهال به کورته د زر رسیدو هیله راسره وه.
ورو ورو مې په ښوونځي کې یو کوچنی ملګری پیدا کړو هغه هم مکتب ته تلو راتلو او په کلي کې زمونږ ګاونډي و، له ښوونځي څخه به چې رخصت شو نو د یو بل لیدل به سره په جوماعت کې په مینه مینه کیدل، لاس په لاس به تلو راتلو او له ژونده مو خوند اخیست، ملګرتیا مو د ګلونو په څیر ښایسته او خوږه وه.
اکثره وخت به مو په مسجد له ملا امام څخه د قرانکریم تلاوت زده کولو، د مسجد خدمت به مو کولو، پنځه وخته لمونځ به مو په جمعه کولو خو په مسجد کې به د یو بل لیدلو ته لیواله وو، د یو بل راتلو لارې به مو څارلې، یو بل سره به مو په مینه لیده کاته کول او بیا به کورنو ته تلو.
داسې وخت په تیریدو و، سپرلی به شو او له ښکلاګانو به مو په پټیو او باغونو کې خوند اخیست، مازدیګر مهال به زیات د میدانۍ خواته تلو او لوبې به مو کولې، د مرغانو له اوازونو او نغمو به مو خوند اخیست، د چینو او ویالو شڼهار به زمونږ د دوستۍ اقرار کولو، د شنو باغونو ونو او بوټو زمونږ د ریښتینې مینې ستاینه کول.
د دوبي په ګرمۍ کې ښوونځي رخصت شول او د حامد دوی ګډه د کابل یخې هوا ته د دوبي تیرولو لپاره ولاړه، پر ما ځمکه تنګه شوه زړه مې هم ولاړ، د زړه ملګری مې نه و، خفه به وم له هیچا سره مې لیدل نه خوښه ول او ځانته به د مینه ناک دوست په فکر کې بوخت وم، خزان به راباندی راغلو او د زړه د ټوټې د بیرته راتګ لارې به مې څارلې.
رنګ کې به مې هم تغیر راغلو، مورجانې به زما د حال پوښتنه کوله او غمجنه به وه، ما به ورته د خپل نږدې دوست د لیدلو هیله څرګندوله.
هو! کله به چې د ګرمۍ موسم په تیریدو شو، زړه به مې وغوړیدو او د ملګري دراتلو هیله به مې زړه کې څپانده شوه، د حامد دوی ګډه به راغله زما په ژوند به بیا بهار راغلو، په مینه مو سره په اوښکو روغبړ وکړ، یو له بله مو ګیلې وکړلې او سره به غاړه وتلو، بیا به نو سره لاس په لاس ګرځیدو، ښوونځي پیل شول، بیا به یوځای شوو او په مینه به سهار مهال ښوونځي ته تلو او ماسپښين به د مسجد په لوري تلو.
داسې مسلسل یو څو کاله تیر شول، د ځوانۍ پسرلي مو پیل شول او همداسې په ترتیب سره زمونږه مینه بی حده زیاته شوه یو بل سره مو مکتبونه جدا جدا شول، حامد په بیل ښوونځې کې داخله واخیسته، ده به هر وختې راته ویل له ما سره په یو ښوونځي کې ځان شامل کړه؛ خو ماته یې کور کې ویلې چې نه مکتب به نه بدلوې ځکه زه په خپلو درسونو کې تکړه او پوه وم او بل دغه ښوونځی مې له اوله نه شروع کړی و نو کورنۍ مې نه غوښتل چې ښوونځی بدل کړم.
داسې وختونه تیریدل حامد به ماته تحفه اخیسته ما به هغه ته، اګر که یو څه کوچني او د نوې ځوانۍ په درشل مو قدم ایښی و؛ خومینه مو له یو بله سره بی حده زیاته شوه.
د حامدپلارپه لندن کی وو، هلته یې ۷کاله تیر کړي وو او لا کورته نه و راغلی، حامد ډیر وړوکی و، چی خپل پلار یی تر جداشوی و، ده له خپل پلار سره ډیره مینه لرله پلار یې هم دی یاداوه.
کلي کې حالات یو څه ترخه شول، هیواد انقلاب په سر واخیست او د کلي مزه هم اوبو ویوړه، په کلي کې د امریکايي عسکرو چاپې او جګړې وې، د کلي ملا امام هم امریکايي عسکرو وواژه، نو کلیوال یو خوا بل خوا په کډه کولو شول، کلی نږدې تش شو او پخوانۍ مزه یې هم نه وه.
یو ځل بیا پسرلی راغلو خو مرغانو چغار نه کولو او ونو هم مایوسه ګډا کوله، حامد ډیر خفه و ما ترې د سبب پوښتنه وکړه، ویل یې چې پلار مې وایي له کلي څخه دا ځل پاخه لاړ شئ په کابل ښار کې مې کور تیار جوړ کړی دی.
له کلي څخه کابل ته دایمي ولاړ شئ؛ خو زما زړه نه کیږی او هلته زه وخت نشم تیره ولی، په ژړه غوني انداز یې ویل، چې داسې هم نشم کولی تا له ځان سره بوزم هسې نه چې سره جدا شو او ویره لرم چې همیش لپاره جدا نشو، حامد ویل چی ابدي خزان راتلونکی دی، ما به ځان غلی کړ ورته وبه مې ویل: هیڅ نشته بیغمه شه الله مهربانه دی کله کله به سره وینو، د لوبو میدان ته به ولاړو او پام به مو سره غلط کړ او د وروستي ژوند فکر مو کاوه.
په وروستي وخت کې زما ورسره بې حده مینه وه، حامد هم زه نشوم هیرولی، دوبی شو او ښوونځي هم رخصت شول زړونه مو سره د جدايي نه ویریدل.
څه وخت وروسته حامد راته وویل: مونږ د کلي کور خرڅ کړو او شاید په نږدې وخت کې کابل ښار ته ولاړ شو، ټکان مې وخوړ نه پوهیدم څه ووایم، د تګ وخت یې رانږدې شو، حامد رانه په وروستي ځل بښنه وغوښتله او راته یې وویل اوس که ولاړ شم نو بیا خامخا راځم دلته مې د ماما ګانو کور هم دی.
هغه شپه مې خه ډیر وژړل، حامد به ویل قسم دی بیا رازم خامخا به سره وینو، د وروستي ځل لپاره یې یوه تحفه او د لاس نښه راکړه چې ما هم یو څه د لاس نښې په ډول ورکړل.
زه کور ته ترې ولاړم خو پټ پټ مې ژړل،زړه مې هم تللو نه پوهیدم څه وکړم، شپه مې په ویښه او په ژړا تیره کړه بلاخره سهار شو، په بیړه له کوره ووتم ګورم د حامد دوی کور تللی و، ورځ راباندې توره شپه شوه، له ډیره غمه په هغه لار نشوم تللی، د کلي مسجد ته به په بله لار ورتللم، غلی به ناست وم، د ژوند خوند نه و، فکر به مې کاوه چې اوس به حامد رازي او اوس به راځي.
داسې ورځې شپې تیرېدلې، کله به چې یې د کور مخې ته تیریدلم دروازه به یې خړه پړه ښکاریدله، نه مې شو ورکتلی ځکه حامد به نه و.
یو کال تیر شو، حالات خرابیدل په کلي کې د ځوانانو کمی محسوسیدو، دوی ټول د امریکایانو مقابلې ته ملا تړلې وه، ښوونځی هم رخصت و، په مسجد کې مې صرف عبادت پیل کړ او دیني درسونو ته مې زیاته مخه کړه، زما حالت هم بدل شوی و، ژوند له غمونو ډک و او د ځوانۍ له خونده یې لرې کړی وم.
یوه ورځ مازدیګر مسجد کې ناست وم درس مې ویلې یو ناڅابه غږ وشو، مصطفی وه مصطفی زه راغلم، په هایجاني توګه مې وروکتل، غږ د حامد و، حامد بیا په بیړه وویل: ای تاپسې زه کور ته درغلی وم ته په کور کې نه وې ویل یې مسجد کې دی نو په بیړه راغلم! داسې خوشحاله شوم لکه مړ انسان ته چې روح بیرته راشي حالت مې بدل شو له خوشحالۍ رانه ځان ورک شو پوه نشوم او په بیړه مې ورمنډه کړه روغبړ مو سره وکړ، ښه شیبه مو یو بل په غیږ سره ونیول او په اوښکو مو سره یو بل ته په زیر زیر وکتل.
میلمستون ته ولاړو او سره کیناستو، له یو بل نه مو سره د حال احوال پوښتنې کولې، د نیمګړي ژوند د تیریدو ناخوالې مو سره شریکې کړې، ماښام شو حامد ویل زه ځم مور به مې د ماماګانو کره زما په انتظار وي سبا بیرته ځو کابل ته، مور سره مې راغلی وم او دغه ده وعده مې پوره کړه.
ما ورته وویل حامده! د ښوونځي مې هم وروستی کال دی اوس مې تر ډيره د الله جل جلاله دین ته مخه کړې، ته پوهیږې چې هیواد ته مو امریکایان راغلي او زمونږ ملا امام یې هم راوواژه، هیواد مو اشغال شوی، د دیموکراسۍ قانون یې پلې کړی او اسلامي قانون یې له منځه وړی دی، د مسلمان عزت خوندي نه دی، په توره شپه په کورونو چاپې اچوي او خویندې میندې مو بې غزته کوي، نو وروستۍ اراده مې ده چې فدایي وکړم او د الله ج له دین څخه ځان قربان کړم، د خپلو خویندو میندو بدل اخلم!.
بیشکه زما او ستا ملګرتیا به تر پایه پورې وي، هو منمه چې ډیر عجیبه او له مینې ډک وخت مو تیر کړو الحمدالله، ستا اوس څه فکر دی، زه نژدې وخت کې ځم او کیدای شي بیا سره ونه وینو!.
د دې خبرې له اوریدلو سره حامد سترګې له اوښکو ډکې شوې لکه ملغلریې اوښکې داسې بهیدې، غلی راته ولاړ و، راته یې وویل زه هم منم چې باید ځوانان د امریکایانو مقابلې ته ووځي خو ګرانه لږ صبر وکړه او د مقابلې نورې لارې هم شته باید د کمینونو اوتعروضونو له لارې وجنګیږو؛ خو ټینګار مې وکړ چې یواځینۍ هیله مې فدايي برید دی، ویې ژړل د اسمان فیصلو ته یې لبیک ووایه، ماته هم ژړه راغله یو څو شیبې سره ولاړ وو، له اوښکو مو سره یو بل نه لیدل، دواړو یو بل ته داسې کتل لکه دا چې رښتیا هم وروستۍ لیدنه وي، هو وروستۍ لیدنه!
ځان مې کلک کړ ورته مې وویل: حامده بس د الله تعالی به دغه خوښه وي که سره جدا شو هغه دنیا خو شته دی، ماته دعا کوه چې الله ج مقبول شهادت راکړي انشاءالله ستا شفاعت به خامخا کوم.
حامد اوښکې پاکې کړې کلکه غاړه یې راکړه، ویل یې ما بښلی یې او ماته هم بخشش کوه، خدای په اماني یې راسره وکړه، د اوښکو په تت انځور کې مو سره کتل، حامد له میلمستون څخه ووت، نور یې هیڅ هم ونه ویل، زه داسې شوم لکه مړاوی ګلاب یو ځل بیا د خزان ګذار ووهلم، حامد رخصت شو.
خپل میلمستون ته ننوتلم، دومره مې وژړل چې اوښکې مې وچې شوې، په ژړا ژړا همداسی ویده شوی وم، د شپې مې موربي بي راغله راویښ یې کړم وپوهیده چې څه مسله شته، ویل یې ځویه ولې خیر خو به وي؟ ماویل مورجانې هیڅ نشته، د زړه ټوټه حامد ملګری مې رانه د وروستي ځل او د تل لپاره جدا شو!.



