چې په هېواد کې ۱۰۰۰ښوونځي بند وي، د جګړې ۱۰۰۰محاذه به خلاص وي

سرلیکنه
د ښوونې او روزنې وزارت اعتراف کړی دی، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ښوونځي تړلي یا بند دي او زده کوونکي یې یو څه ښاري سیمو ته تللي دي؛ خو ډیری یې بې سرنوشته وخت تیروي او ځینې خو یې د کار په موخه په ناڅرګند لوري له خپلو کورونو وتلي دي.
یو کال د مخه یوې بهرنۍ څارونکي ادارې د کړې سروې په پای کې لیکلي وو، د افغانستان په هغو سیمو کې چې حکومت پکې کنترول نه لري یا پکې جګړې روانې دي ۷۰۰ښوونځي پکې تړلي دي، د ښوونې او روزنې وزارت د ملګروملتونو د څار ادارې دا ورکړی راپور ناسم وباله ویې ویل، دا د حکومت پر خلاف یو تبلیغات دي چې د مخالفینو په ګټه تمامیږي.
د تیرکال په پرتله د ښوونې او روزنې په وزارت کې ډیر ښه والی راغلی دی، هغه څه چې تیرکال یې نه منل او تبلیغات یې بلل نن پرې اعتراف کوي، که د هیواد په نورو وزارتونو کې د ښوونې او روزنې د وزارت د څو معقولو کسانو په څیر اشخاص پیداشي او په خپلو کړونو اعتراف وکړي ډیرې نه حل کیدونکې ستونزې به حل شي.
تېر کال د ښوونې او روزنې وزارت په یو شمیر ولایتونو کې خیالي ښوونځي او تش په نامه خیالي ښوونکو ته د معاشاتو او قرطاسیو حواله هم نه منله؛ خو چې په پکتیا او پکتیکا کې یې ثبوت وړاندې شو پر هغې یې هم اعتراف وکړ.
د ښوونې او روزنی د وزارت په اعتراف چې په هیواد کې ۱۰۰۰ښوونځي بند یا تړلي دي، د دې ښوونځیو زده کوونکي ځوانان خو ټول اروپایي هیوادونو ته نه شي تللای او نه ورسره د اوږده سفر کرایه شته دی.
په هېواد کې د ۱۵کلونو په تیریدو سره امریکا ۱۵ښوونځي هم جوړ نه کړل، یواځې یو څو زاړه ښوونځي یې پلستر کړل چې څو وارې او له څو پروژو یې لګښتونه اجراکړل شول.
چې په هېواد کې ۱۰۰۰ښوونځي بند وي د دې بندو ښوونځیو زده کوونکي به د کار د نشتوالي له امله یو څه اروپایي هیوادونو ته تللي وي، پاتې یې ټوپک په اوږه کړی یا د ملي اردو په چوکاټ کې او یا د طالبانو ترڅنګ د جګړې په محاذ کې جنګیږي.
که په حقیقت سترګې پټې نه کړل شي حکومت چې تر اوسه پورې د ډالرو په باران کې د هیواد ۱۰۰۰بندو ښوونځيو په خلاصولو نه دی توانیدلای نو د جګړې ۱۰۰۰محاذونه به څرنګه بند کړي.
په اصل کې حکومت په خپل لاس د جګړې ۱۰۰۰محاذونه خلاص کړي دي، چې د هیواد ځوانان له بې کاریو د جګړو محاذونوته مخه کړې ده.
د ښوونې او روزنې په وزارت کې به ۱۰۰۰ښوونځي ځکه تړل کیږي، چې د مخه د یاد وزارت یواځې پخواني وزیر فاروق ورګ ۲۵میلیونه افغانۍ اختلاس کړی دی، د نورو رئیسانو او قراردادیانو حساب خو یې لاپاتې دی. اوس به نوی وزیر، رئیسان او د کتابونو چاپولو قراردا دیان په څومره اختلاس اخته وي.
چې په یوه هېواد کې د ښوونې او روزني د وزارت د وزیر ۲۵میلونه افغانۍ اختلاس ثابت شي به هغه هېواد کې به لازماً ۱۰۰۰ښوونځي بند او د جګړې ۱۰۰۰محاذه خلاص وي.
د ملګروملتونو لخوا افغانستان سره تر نورو ټولو وزارتونو د ښوونې او روزنې وزارت سره ډیره مرسته شوې ده؛ خو چې د وزارت چارواکي په اختلاس ۱۰۰۰ښوونځي بندوي د جګړې ۱۰۰۰محاذه به خلاص وي.
ترڅو چې بند ۱۰۰۰ښوونځي خلاص او اداري اصلاحات نه وي راغلي د موجوده ۱۰۰۰محاذونو علاوبه د جګړې ۱۰۰۰نورمحاذونه هم خلاص شي.



