(يوسي يو) موبايل

لاروى
دمخه مو په ساينس کې ډول ډول په نوي ډول جوړ د ژوند د اړتياو د پوره کولو آلات د لوستوالو لپاره وړاندې کړل او آن تر الوتکې پورې مو چې په نوي ساينسي ډول جوړه شوې ده يادونه کړې ده، چې دا ساينسي نوښتونه چين، جاپان، برتانيې، امريکا، فرانسې او نورو هيوادونو ترسره کړي دي، اوس چې مونږ د نوي مبايل يادونه کوو دا لومړی ځل دی چې په هند کې د جوړشوي مبايل يادونه کيږي .
په افغانستان کې خو د پرديو له يرغلونو او جګړو له امله يوه فابريکه هم روغه نه ده پاتې چې پکې د يوه جوړي شوي جنس يادونه وکړو، اړ يو چې په پرديوهيوادو کې جوړ شيان يادکړو او هم یې واخلو .
دمخه هندوستان کې سمارټ (ګرځنده)موبايل ته ورته موبايل جوړ شوى و، چې ١٠٠٠هندي روپۍ بيه یې درلوده. اوس یې يو بل موبايل جوړکړی دی چې د نورو هيوادونو له موبايلونو يو څه زياتوالى لري او هغه دا چې دا بازار ته وړاندې شوى موبايل پنځه انچه ايچ ډي سکرين لري او ورسره پرینټ سکرين هم شته چې په نورو مبايلونوکې د پرنټ اسانتيا نه ليدل کيږي.
پدې نوي جوړ مبايل کې دوه جي، بي ريم او اته ميګاپکسله کامره هم ځاى شوې ده چې تر نورو موبايلونو یې عکسونه يو څه روښانه دي. ددې موبايل نوم ( يوسي يو) دى چې انډرايډ سیستم هم پکې لګول شوی دى.
مونږ دمخه وويل چې سمارټ فون ته ورته موبايل ځکه خلکو رانيوه چې پکې ډيرې اسانتياوې وې؛ خو که له دې موبايل چې (UCU) نوميږي بل هيواد ارزانه او د ډيرو اسانتياو ډک موبايل جوکړي بيابه دا يو سي يو موبايل هم څو ک وانخلي.
اوس پرمختللي هيوادونه کوښښ کوي چې په نوو مبايلونوکې د نيټ په سیستم کې اسانتياوې راولي، په نوي هندي جوړ موبايل کې د نيټ کومه اسانتيا نشته يواځې بيه یې کمه ده چې تر يوې يا دوه مياشتو لپاره به یې بيه ٥٠٠ هندۍ روپۍ وي او وروسته له درې مياشتو به چې ښه مشهور شي بيابه یې بيه ٧٩٩٩ هندي روپو ته لوړه شي. امکان لري چې د بيې په لوړ والي هندي نوې يوسي يو موبايل ښه مارکيټ ونه لري.



